د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینو مخکښ بریالي زده کوونکي په یوه غونډه کې وستایل. د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې وویل، ځوانان د افغانستان د راتلونکي جوړوونکي دي او باید د هېواد د ابادۍ لپاره هڅې وکړي. د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیراحمد حقاني هم له بریالیو زده کوونکو وغوښتل چې له تعصب پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دغه راز کې د ازموینو ملي ادارې رییس وویل، افغانستان دیني او عصري علومو دواړو ته اړتیا لري او ا.ا دواړو علومو ته یو ډول پاملرنه کوي. په دې غونډه کې د کانکور او دیني مدرسو لسو مخکښو زده کوونکو ته ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.

#کانکور_۱۴۰۵ #بریالي_زده_کوونکي #تعلیم #افغانستان #ځوانان #دیني_او_عصري_علوم #زده_کړه

Share.