د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د زمري ۲۴مې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت به په کابل او ۴ نورو ولایتونو کې لس اوریزې کرکټ سیالۍ ترسره شي. د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به سبا جمعه، د زمري په ۲۳مه، د کابل په ملي کرکټ لوبغالي کې د «خپلواکۍ اتلانو» او «یووالي اتلانو» لوبډلو ترمنځ د سهار په ۹ بجو ترسره شي. کرکټ بورډ ویلي، چېد لوبې ننداره د کرکټ مینه‌والو لپاره وړیا ده او سیالي به په ژوندۍ بڼه هم خپره شي. ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ورته سیالۍ په خوست، ننګرهار، کندوز او کندهار ولایتونو کې هم ترسره شي.

#افغانستان #کرکټ #خپلواکۍ_ورځ #کرکټ_بورډ #کابل #کندز #خوست #ننګرهار #کندهار #لس_اوریزې_سیالۍ

Share.