د کندز امنیه قومانداني اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري (۱۵۰) بې وزلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشل شوې!

د کندز ولایت امنیه قومانداني اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لوی مدیریت له لوري (۱۵۰)هغو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې چې د یادې کورنیو سرپرستان یې د یاد مدیریت له لوري د مرستو په موخه سروې او بایمتریک شوي ؤ.

یادې مرستې تېره ورځ د ولایت مقام امنیه قومانداني او بیلا بیلو ادارو څخه د ټاکل شوي هیئت په حضور کې د نشه یي کو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په انګړ کې یادو بېوزلو کورنیو ته ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده چې یادې نغدې مرستې (۶۰۰۰۰۰)شپږ لکه افغانې وې او هرې کورنۍ ته (۴۰۰۰)څلور زره افغانۍ ووېشل شوې چې په دې سره (۱۵۰)یوسل او پنځس بې وزله کورنۍ برخمنې شوې.

#کندز #نغدي_مرستې #بېوزله_کورنۍ #نشه_يي_توکي #مبارزه_له_نشه_يي_توکو #امنیه_قومانداني #مرستې #افغانستان

Share.