د کندز ولایت د امامصاحب ولسوالۍ د مرکزي څلورلارې د سوداګریزې مجتمع د جوړولو چارې د څه باندې ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
مسوولین وايي، دغه پروژه د امامصاحب ولسوالۍ د مرکزي څلورلارې په سیمه کې په څلورو پنځهپوړیزو بلاکونو کې ډیزاین شوې ده.
د مسوولینو په وینا، د دې پروژې د قرارداد موده ۲۵ کاله ټاکل شوې او د سوداګریزې مجتمع په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو او سوداګرو لپاره د سوداګریزو فعالیتونو په موخه منظم او معیاري ځایونه برابر شي.
مسوولین زیاتوي، د دې مجتمع په جوړېدو سره به په امامصاحب ولسوالۍ کې د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ، د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره هم زمینه برابره شي.
دوی هیله څرګندوي چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به د ولسوالۍ مرکزي څلورلارې لا منظمه شي او د سوداګرو او مراجعینو لپاره به د فعالیتونو مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
#کندز #امام_صاحب #سوداګریزه_مجتمع #پراختیا #سوداګري #اقتصادي_وده #پروژه
