د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ادعا کړې وه، چې په سپینه ماڼۍ کې به د خپلو لومړنيو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي؛ خو د ادارې یې نږدې دوه میاشتې تېرې شوې او بریالی نشو، چې دا ژمنه پوره کړي.
له همدې کبله ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د شخړو د ښکېلو خواوو ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د نویو هڅو ادعا وکړه.
هغه په ​​خپله ټولنیزه شبکه “ټروټ” پاڼه کې لیکلي: “مونږ هیله لرو، چې روسیه او اوکراین به په روانه اوونۍ کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.”

Share.