د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني پر یوه رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته تللی دی.

دا سفر له نږدې ۱۹ کلونو وروسته پاکستان ته د سوریې د بهرنیو چارو د یوه وزیر لومړنی سفر بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، د الشیباني د سفر پر مهال به د سوریې او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشي.

ټاکل شوې چې دواړه لوري د سیاسي، اقتصادي او نورو ګډو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث وکړي. د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د نوو همکاریو د زمینه برابرول بلل کېږي.

 #اسعد_حسن_الشیباني #ډیپلوماسي #دوه‌اړخیزې_اړیکې #سوریه_پاکستان #سیاسي_اړیکې #اقتصادي_همکاري #نړیواله_ډیپلوماسي #بهرنۍ_چارې #همکاري #منځنی_ختیځ #سویلي_اسیا

Share.