د کندوز ولایت مقام د لزوم دید او د چارو د لا ښه والي په موخه د څو ولسوالیو ولسوالان بدل کړي دي. د نوېو ټاکنو له مخې، ملا اسدالله سالماکا د عليآباد، قاري هجرتالله نصرت د خانآباد، مولوي متقي د امامصاحب، مولوي عبدالقدیر حمزه د قلعهزال، او مولوي عبدالخالق ابراهیم د اقتاش ولسوالۍ ولسوالان ټاکل شوي دي.
یاد چارواکي نن د ولایت مقام د مرستیال مولوي حبیبالرحمن صهیب له خوا په رسمي توګه خپلو دندو ته معرفي شول. د ولایت مقام مرستیال تغییر او تبدیل د نظام یو مهم اصل وباله او ولسوالانو ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.
