هغه خبریالانو ته وویل: «زموږ دریځ نهدی بدل شوی: یواځې د اوکراین خلکو ته دا حق ورکړل شوی چې پرېکړه وکړي کومې سیمې د اوکراین برخه دي. د اوکراین اساسي قانون وایي چې ټول اشغال شوي هېوادونه، موقتي اشغال شوي دي. دا ټولې سیمې د اوکراین او د اوکراین د خلکو ملکیت دي. اوکراین به هېڅکله هم د موقتي اشغال شویو سیمو قانوني پیژندنه و نهکړي. زما په اند دا دریځ بشپړاً عادلانه دی. دا نه یوازې د اساسي قانون له مخې، بلکې د نړیوالو قوانینو له نظره هم مشروع دی.»
په ۲۰۱۴ کال کې، د اوکراین له سیاسي کړکېچه وروسته، کریمیا ټاپووزمه روسیې ته ضمیمه شوه.
