د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، دغه هېواد هڅه کوي چې له افغانستان سره ښو اړیکو ته دوام ورکړي.

شهباز شریف د خېبر پښتونخوا په کاکل سیمه کې یوې پوځي غونډې ته د خبرو پر مهال زیاته کړې چې اسلامي امارت ته یې ښکاره پېغام استولی چې “که څه هم له کابل سره د سوله ییزو اړیکو هیله لرو خو دا تر هغه وخته شونې نه ده، څو چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې کارول کیږي.”

اسلامي امارت هم تر دې وړاندې له پاکستان سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کیږي.

Share.