د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي؛ اسلام‌آباد باوري معلومات لري، چې هند غواړي په راتلونکو ۲۴ څخه تر ۳۶ ساعتونو کې د پاکستان پر وړاندې پوځي برید ترسره کړي.
تارړ په ایکس پاڼه کې لیکلي: “پاکستان باوري معلومات لري، چې هند غواړي په کشمیر کې له ترهګریزې پېښې څخه د یوې پلمې په توګه ګټه پورته او زمونږ پر وړاندې پوځي برید ترسره کړي.”
هغه زیاته کړې، چې زمونږ پر وړاندې هر ډول تېري ته به پرېکنده ځواب ورکړ شي او هند به یې د پایلو بشپړ مسوولیت پر غاړه ولري.

Share.