پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د شنبې پر ورځ (د غویی دیارلسمه) د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ پاکستان هغو لاریو ته اجازه نده ورکړې، چې افغانستان ته هندي وارداتي توکي راولېږدوي.
له دې مخکې د هند وارداتي توکي د واګه بندر د ټرانزیټي تړون پر بنسټ د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته داخلېدل.
