د کندز والي ملا محمد خان دعوت نن د عامې روغتیا وزارت د تفتیش عمومي رئیس مولوي محمدسلیم حقاني او مل پلاوي سره ولیدل. کتنه د روغتیايي چارو د همغږۍ او تفتیش د بهیر د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه. والي د شفافیت د تامین لپاره د هر اړخیز تفتیش هرکلی وکړ او د لازمو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

Share.