د کندز ولایت په عامې روغتیا ریاست کې د ولایت د مرستیال مولوي حبیب‌الرحمن صهيب په مشرۍ ناسته ترسره شوه چې پکې د عامې روغتیا وزارت، د دوا او غذا اتحادیو، او متخصصو ډاکټرانو استازو ګډون کړی و.

په ناسته کې د درملو کیفیت، قیمت، او د ډاکټرانو د چلند په اړه خبرې وشوې. مسؤولینو ته سپارښتنه وشوه چې باکیفیته درمل وړاندې کړي او له ناروغانو سره ښه چلند وکړي.

مرستیال والي د تاریخ‌تېرو او ګران بیو درملو د مخنیوي ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د راپورته شویو ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات تر سره شي.

Share.