د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد کې د شمال لویدیځ او شمال ختیځ زونونو د ۹ ولایتونو د والیانو، امنیه قومندانانو او استخباراتي مسئولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په غونډه کې د ا.ا.ا زعی.م د ۳۱م فرمان د پلي کولو، د نشهيي توکو پر ضد کلکې مبارزې، د فساد مخنیوي، د امنیت ټینګښت، او د معدنونو قانوني استخراج په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ولایتونو ترمنځ به همکاري لا پیاوړې کړي، ګډو ناستو ته به دوام ورکړي او د اسلامي نظام د استحکام لپاره به په ګډه هلېځلې کوي.
