د ملګرو ملتونو اړوند یو بنسټ اعلان کړی چې د هند چارواکو تېره اونۍ لسګونه روهینګیا مهاجرین له یوې کښتۍ څخه سمندر ته غورځولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر د دفتر لهخوا د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، لږ تر لږه ۴۰ مهاجر، چې له دې وړاندې په نوي ډیلي کې نیول شوي وو، د هند سمندري ځواکونو د هند او میانمار ترمنځ پوله کېبو ته انتقال کړي او هلته یې پرېښي دي.
په دغو کسانو کې ښځې، ماشومان او مشران شامل وو، چې د اوبو واسکټونو په مرسته وتوانېدل ځانونه ساحل ته ورسوي، خو دا لا روښانه نه ده چې دا مهال دوی په میانمار کې چیرته ساتل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر دغه کړنه «د منلو وړ نه» بللې او ویلي یې دي چې د موضوع د څېړلو لپاره یو کارپوه ټاکل شوی دی.
یاد دفتر له هندي حکومت غوښتي چې له روهینګیا مهاجرینو سره «غیر انساني چلند» ونه کړي.