د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت وایي، چې امنیتي ځواکونو له ښار څخه ۷۷۵ کیلو ګرامه تریاک، ۸۸ قرصه تابلیت‌کا، ۵ بوتله الکولي مشروبات او دوه عراده موټر کشف او ضبط کړي دي. سرچینه زیاتوي، چې په تړاو یې لس تنه هم نیول شوي دي.
په ورته مهال، د کندز یو شمېر اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو له هڅو ملاتړ ښيي او د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو پر ضد د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کوي.

Share.