د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین سره د افغانستان په اړه لیدنه او خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د سیمهییزو همکاریو د دوام، په ځانګړي ډول د افغانستان د بدلونونو په برخه کې، ټینګار شوی دی.
راپورونه وایي، دا لیدنه د تهران د څوارلسمې غونډې په چوکاټ کې، د وروستیو سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو د ارزونې په هدف ترسره شوې ده.
دواړو لوریو د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ایران او تاجکستان تر منځ د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پراختیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې عراقچي او مهرالدین د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، فرهنګي همکاریو پراخولو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا په اړه خبرې کړي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ژورو فرهنګي، ژبنیو او تمدني ګډو ارزښتونو یې ټینګار کړی دی.
