د مزارشریف ښاروالۍ مسؤلین وايي چې د دې ښار په دویمه ناحیه کې د څلورو انکشافي پروژو کار بشپړ شوی او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
محمد جاوید مایار، د مزارشریف ښاروالۍ د سکتوري او تخنیکي برخې رئیس، باختر آژانس ته ویلي، چې یادې پروژې د ناصر خسرو بلخي سړک پراخوالی، د بابه قمبر سړک، د کارته مامورین سړک او د ۱۲۵۰ مترو اوږدوالي احاطهیې دیوال جوړول دي، چې له سپینې جوماته تر خبریالانو څلور لارې پورې غزیدلې ده.
دا پروژې د مزارشریف ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې دي.
یوشمېر د مزارشریف اوسېدونکي د ښاروالۍ له دې اقدامه خوښي څرګندوي او وايي، چې تر دې وړاندې به یې د دې سړکونو له لارې په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو اوس دا ستونزه په بنسټیز ډول حل شوې ده.