د کندز ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له لورې، د افغانستان لپاره د بشري مرستو دفتر (AHF) په مالي ملاتړ او د CONCERN مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د چهاردرې او علی آباد ولسوالیو په بیلابیلو کلیو کې د څښاک پاکو اوبو ۱۲۰ نيمه ژورو څاګانو د ترمیم چارې پیل شوې. دغه پروژه چې څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د لسګونو کاریګرو لپاره د کار زمینه برابروي او له بشپړېدو سره به یې ۱۸۰۰ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.