د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو د خانآباد بندر په سیمه کې یو شمېر ناچاودیدونکي توکي کشف کړي دي.
په کشف شویو توکو کې ۴۸ د نارنجک مرمۍ، ۲ د ډیسي مرمۍ، ۵ د هاوان مرمۍ او ۷ د راکټ مرمۍ شامل دي. یاد توکي به د خنثی کولو لپاره د انجنیري ټیم ته وسپارل شي.
امنیتي چارواکي وايي، چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.