د کندز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پنځه تنه د غلا په تور نیولي دي.

درې تنه د نوآباد له یوې کورنۍ د شپې ناوخته د غلا پر مهال او دوه تنه د ښار له یوې زرګرۍ څخه د ۶۵ زره افغانیو په ارزښت د سرو زرو غلا پر مهال نیول شوي دي.

امنیتي چارواکي زیاتوي، چې تورن کسان به د لومړنیو پلټنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Share.