د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیکلي، چې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلینسکي څرګندونې ستونزې جوړوي او باید خپله کړنه بدله کړي.
هغه په ثروټ پاڼه کې ټینګار کړی: “هر څه، چې زلنسکي وایي ستونزې زېږوي؛ دا خبرې مې خوښې ندي او باید پای ته ورسېږي.”
ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر وړاندې د روسیې وروستي بریدونه او اقدامات هم غیرمنطقي بولي او وایي، چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره خبرې روانې دي.
