د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت سرتېرو د کشفي راپورونو پر بنسټ د کندز ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ۸ تنه د نشهیي موادو د پېر او پلور په تور نیولي دي. له دوی سره مختلف ډول نشهیي مواد هم تر لاسه شوي، چې تر لومړنیو پلټنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.