د کندز ولایت اوسېدونکي او سوداګر د سپینزر په نوم د امارتي شرکت د تجارتي او رهایشي کمپلکسونو د پروژو له ستر پرمختګه تود هرکلی کړی دی. د دوی په وینا، دغه پروژې نه یوازې د ښار ښکلا زیاته کړې، بلکې د پانګونې فضا یې پیاوړې کړې او زرګونه کاري فرصتونه یې خلکو ته برابر کړي دي.
یادې پروژې د تجارتي او رهایشي کمپلکسونو، تفریحي پارکونو او د سړکونو قیرریزي پکې شامله ده، چې په چټکۍ سره روانې دي.