ملي دفاع وزارت وایي، چې د ٢٠٥ البدر قول اردو اړوند دریمې پلې ابودجانه لوا د پینځم اکمالاتي کنډک تخنيکي او مسلکي پرسونل له لوري ۶۰۰ میله سپکې او درنې وسلې چي د تیرې ادارې پر مهال تخريب شوې وې بيا ځلي ترمیم شوې.
د یاد وزارت په وینا، ترمیم شویو وسلو کې ۴ دوميله، ۹۰ دهشکې، ۸ زيکويک، ۸۰ توپونه، ۲۰۰ پیکا او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.