د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیل چارواکو پرېکړه کړې چې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوه نادر سفر مخه ونیسي، چې ټاکل شوې وه اشغال شوې لوېدیځه غاړه ته لاړ شي.

د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتل راتلونکی یکشنبه په رام‌الله کې د فلسطین له خپلواکې ادارې سره وګوري.

د دې سفر موخه دا وه چې د فلسطین د دولت د رامنځته کولو هڅې پیاوړې شي، په ځانګړي ډول ځکه چې سعودي عربستان او فرانسه راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو د یوه کنفرانس پلان لري، چې د دوه‌دولتي حل لوري ته پرمختګ ورکړي.

خو اوس د «والا» خبري وېب‌پاڼې او د «ټایمز آف اسرائیل» ورځپاڼې د اسرائيلي سرچینو له قوله ویلي، چې اسرائیل به د دې سفر مخه ونیسي.

Share.