د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تاجیکستان ۴۹ افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي دي.
وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کډوال د جوزا میاشتې په اوومه او اتمه نېټه بېرته افغانستان ته را استول شوي او د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
په دې کې ۳۶ کسان د تاجیکستان د اوسېدو قانوني اسناد درلودل او ۱۲ تنه یې د وېزې له لارې هلته تللي وو.
