په کندز کې ۷ کسان د غیرقانوني وسلو د ساتلو په تور ونیول شول
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د تېرې اونۍ په ترڅ کې ۷ تنه د غیر قانوني وسلو د ساتلو او ګرځولو په تور نیولي دي. دغه کسان د کندز ښار ترڅنګ د امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو کې نیول شوي، چې له هغوی څخه ۵ میله تفنګچې، ۳ چرهایز ډول ټوپکونه او د پیکا یو شمېر مرمۍ هم ترلاسه شوي دي. چارواکي زیاتوي، نیول شوي کسان به له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.