له تګاب ولسوالي څخه تر باغدرې برښنا بند پورې د ۸ کیلو مټره سړک جوړولو چارې ، چې دوه اوونۍ مخکې پیل شوي؛ تر اوسه ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست مسوولینو د دې ولایت له تګاب ولسوالي څخه تر باغدرې برښنا بند پورې د ۸ کیلو مټره سړک جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
ویل کیږي، چې دغه سړک د باغدرې برښنا بند ته د سروي تجهیزاتو د لېږد او نورو آسانتیاوو لپاره جوړیږي.

Share.