د امریکا متحده ایالتونو او اسراییل ویلي چې د واشنګټن له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحې ته د حماس ځواب نه مني.

د منځني ختيځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي اسټیو ویتکاف د امریکا اوربند وړاندیز په اړه د حماس بیانیه د منلو وړ نه او تېر ته د ورستېدو په مانا ده.

ښاغلي ویتکاف پر اېکسپاڼه لیکلي چې “حماس باید دغه طرحه چې د خبرو لپاره مو د مبنا په توګه وړاندې کړی ومني او کولی شو هغه سمدلاسه راتلونکې اونۍ پیل کړو.”

د امریکا استازي ویلي “دا یوازینۍ لار ده چې کولی شي مونږ ٦٠ ورځني اوربند ته ورسوي، ترڅو نیم ژوندي یرغمل شوي او نیم مړه یرغمل شوي خپلو کورونو ته ستانه کړو.”

د هغه په وینا، دا د دایمي اوربند لپاره د اساس هڅه کېدی شي.

د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو دفتر هم ویلي: “سره له دې چې د یرغمل شويو ازادولو لپاره يې د امریکا طرحې سره هوکړه کړې، خو حماس اوس هم ترې ډډه کوي.”

حماس تر دې وړاندې ویلي وو چې غزه کې یې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړی.

د حماس بیانیه کې راغلي چې چمتو دي د فلسطیني زندانیانو خوشې کولو په بدل کې ١٠ اسراييليان خوشې او د هغو ١٨ جسدونه هم مقابل لوري ته وسپاري.

خو مشخصه کړې يې نه وه چې ایا د امریکا وړاندیز شوی اوربند يې منلی او کنه.

د حماس بیانیه کې د دایمي اوربند او له غزې د اسراييل بشپړ شاتګ هم د نورو شرطونو په توګه مطرح شوی دی.

Share.