دکندوز ولایت دامنیه قوماندانئ ویاند سمونیار جمعه الدین خاکسار وایي چې امنیه قوماندان مولوي مطیع‌ الله سیف‌ الله ټولو امنیتي ادارو په ځانګړي ډول د ۹ ګونو ولسوالیو امنیه قومندانانو د ۱۴ ګونو امنیتي حوزو آمرینو، د کنډکونو او اړوندو ټولو کشفي او امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې ترڅو د اختر د رارسیدو په مناسبت د خپلو ګرانو هېودوالو د هوسا ژوند لپاره تر بل هر وخت بیداره اوسي. ته سپارښتنه کړې چې د لوی اختر په ورځو کې د خلکو د هوسا ژوند لپاره چمتو واوسي.

ښاغلی خاکساروايي امنیتي منسوبین، د خپلو ګرانو هېودوالو لپاره ښه امنیت او د هغوی هوسا ژوند د کار د لومړیتوبو څخه بولي ترڅو ولس د اختر خوشحالی په ښه توګه ولمانځي.

نوموړی کندز مېشتو هټیوالو یا دوکاندارنو څخه غواړې ترڅو هر هغه څه چي عبارت د پټاقیو، پلاستیکې اسلحو چې د هېودوالو د ناامنی یاد ذهنونو د خرابیدو سبب ګرځې د پېر او پلور څخه په جدي توګه ډ ډه وکړې ترڅو ولس د اختر شپې ورځې په خوشحالی سره ولمانځي د سرغړونې په صورت کې به هټیوال یا دوکاندار د امنیه قومانداني امنیتي ځواکونو له لورې نیول کیږي چي وروسته بیا د شکایت حق نلري.

Share.