د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د کندز ولایت امنیه قوماندان پاسوال مولوي مطیع الله سیف الله په مشرۍ ځانګړې امنیتي ناسته وشوه.
په ناسته کې د امنیه قوماندانۍ مرستیالانو، د ولسوالیو قوماندانانو، امنیتي حوزو آمرینو او یو شمېر نورو امنیتي مسؤلینو ګډون کړی و.
د ناستې موخه د اختر د ورځو لپاره امنیتي چمتووالی، د مجرمینو پر وړاندې چټک اقدام، د چیک پاینتونو پیاوړتیا، او د تخریبي کړنو مخنیوی و.
امنیه قوماندان مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چې د اختر د لمانځه د سیمو امنیت تأمین کړي او د پټاقیو او پلاستیکي وسلو پلور مخه ونیسي، څو هېوادوال اختر په امن او خوښۍ سره ولمانځي.