د کندز د عامې روغتیا ریاست د زونوس کمیټې له پرېکړې او د یاد ریاست د رهبرۍ په هدایت، په مرکز او ولسوالیو کې د کانګو وژونکي وايروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي او دوا پاشۍ درې ورځنی کمپاین پیل کړی. دا لړۍ د عامې روغتیا ریاست د سرویلیانس مسئولینو په مشرۍ، د زراعت، ښاروالۍ، اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او جَک دفتر د استازو په ګډون روانه ده. یاد کمپاین د حیواناتو د حلالېدو پر مهال د خوندیتوب تدابیرو د مراعت لپاره د خلکو د پوهاوي لوړولو هدف لري.