د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کشفي راپورونو پر بنسټ، ۹ تنه د نشه‌يي توکو د پېر او پلور په تور د کندز ښار او یو شمېر ولسوالیو څخه نیول شوي دي. له نیول شویو کسانو سره ۵۴ ګرامه شیشه، ۵ لیتره الکولي مشروبات، ۴ قرصه تابلیت “کا” او ۲۸ ګرامه چرس هم ترلاسه شوي دي.
نیول شوي مظنونین به تر لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Share.