د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې عراق ته د امنیتي ګواښونو له امله سفر و نه کړي.
د دې خبرداري لامل په عراق کې ترهګري، تښتونې، وسله والې نښتې، مدني ګډوډي او د بېړنیو خدمتونو لپاره د امریکا د دولت محدود توان بلل شوی دی.
یاد وزارت خپلو وګړو ته ویلي: “په هېڅوجه عراق ته سفر مه کوئ.”
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چې د امریکا حکومت په منځني ختیځ کې د خپلو سفارتخونو او پوځي اډو د خبرداري کچه لوړه کړې او د بېړني وتلو تدابیر یې فعال کړي دي
د تېرې جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې هم د امریکا حکومت ایران، عراق، سوریه، لیبیا، مالي، روسیه، سومالیا، سوډان، یمن او سویلي کوریا د هغو هېوادونو په ډله کې راوستي وو چې خپلو اتباعو ته سفر یې ورته منع اعلان کړی و.
