په دشت ارچي ولسوالۍ کې د لوی اختر د خوښیو د لمانځلو او د ځوانانو د ورزش د هڅولو په موخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ د کندز د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون او د ارچي ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له‌خوا تنظیم شوې وې.
پايلوبه د ارچي پیروزي او قرلق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پای کې ارچي پیروزي لوبډلې ۱-۰ ګولونو په توپير اتلولي خپله کړه.

Share.