د اسرائیلو پوځ خبرداری ورکړی چې ایران له خوا ۱۰۰ځانمرګې ډرون راروان دي چې کیدای شي ۸ ساعته یا هم ژر اسرائیلو خاورې ته داخل شي.
د اسرائیلو ټایمز رسنۍ راپور ورکړی چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه د دغو ډرون په نښه‌ کولو او رانسکورولو هڅې کوي.
د هغه په خبره، ډرون د ایران له خاورې توغول شوي او څو ساعته وخت نیسي چې د اسراییل خاورې ته ورسږي.
د یادونې وړ ده چې د اسرائیلو ۲۰۰ جنکي جیټ الوتکو تیره شپه ایران په اټومي تاسیساتو برید کړی چې په ترڅ کې ایران اټومي انرژۍ،سپاپسداران مشران او د اټومي انرژۍ رئیس په ګډون یې یو شمیر ساینس پوهان وژلي.
ایران د دغو پوځي مشران وژل تائید کړي او ژر تر ژره یې ځای ناستي وټاکلي او دغچ اخیستو ګواښ یې کړی

Share.