د ایران پر ښارونو د اسراییلو هوايي بریدونو زیاتېدو سره، زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دا کډوال وايي، په ایران کې د امنیت خراب وضعیت هغوی دې ته اړ کړي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
د هرات د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، هره ورځ نږدې درې زره افغان کډوال د اسلام‌کلا له پوله افغانستان ته راځي. چارواکي زیاتوي چې دا کسان په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

Share.