د پنجشیر ولایت چارواکو ویلي، چې له لرې پرتو ولسوالیو(ابشار، آبشار، پریان، شتل او حصه اول) څخه راټول شوي نږدې ۵۰ ټنه ګیلاس هندوستان ته د صادرولو په درشل کې دي.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دقتر د خبرپاڼې له مخې؛ د پنجشیر والي محمد آغا حکیم د تازه مېوو له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، چې د دې ولایت شاوخوا ۵۰ ټنه ګیلاس هندوستان ته صادر کړي.
نوموړي د تازه مېوو سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د امارت اسلامي سیمه‌ییزه اداره د پوره همکارۍ لپاره چمتو ده.
د پنجشیر والي د خصوصي سکټور د ملاتړ پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ اړوند ادارو( د صنایعو او سوداګرۍ ریاست، د اقتصاد ریاست ) ته سپارښتنه کړې، چې د صادراتو د آسانتیا لپاره لازمه همکاري وکړي.
د دغې خبر پاڼې له مخې؛ سوداګرو د نورو لرې پرتو ولسوالیو د ګیلاس د صادرولو لپاره هم چمتووالي څرګند کړی دی او ټاکل شوې، چې له معیاري بسته‌بندۍ وروسته هندوستان ته صادر شي.
د پنجشیر ولایت ویاند سیف‌الدین لتون ویلي، چې دا ځل شاوخوا ۵۰ ټنه ګیلاس له دره، آبشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هندوستان ته صادرېږي.
هغه دا هم ویلي، چې له دې مخکې شاوخوا ۱۰۰ ټنه ګیلاس د پنجشېر له مرکز (بازارک) څخه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادر شوي وه.
ویل کیږي، چې د پنجشېر یو شمېر بڼوالو د صادراتو له پیل څخه خوښي ښودلې او دا یې د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا او د کرنې د پراختیا لپاره یو اړین ګام وباله.

Share.