د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې لهمخې یې د روان کال په غبرګولي میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۳٫۰سلنه ټیټوالی راغلی دی.
دا ټیټوالی ۴٫۷ سلنه د غوړیو، ۴٫۹ سلنه د وچو او تازه مېوو، ۹٫۶ سلنه د سبزۍ او ۱۰٫۰ سلنه د د مسالهجاتو په بیو کې دی.
دا راز د غیرخوراکي توکو په بیو کې هم ۰٫۱ سلنه ټیټوالی ښکاري چې ۱٫۷ سلنه د استوګنې شاخص او ۷٫۹ سلنه یې د درملنې شاخص په بیو کې ټیټوالی راغلی دی.
د روان کال په غبرګولي میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱٫۲ سلنه ټیټوالی ښيي چې دا ټیټوالی تر ډېره د خوراکي توکو (غوړي، مېوې، سبزۍ او مسالهجات) او غیرخوراکي توکو (استوګنې او درملنې شاخص) د بیو د ټیټوالي له امله دی.
همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۲٫۹ سلنه زیاتوالی ښکاري.
بل خوا د روان کال په غبرګولي میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍکچه ۶۹٫۸ افغانۍ او په غويي میاشت کې ۷۰٫۶ افغانۍ و چې د غويي میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۱٫۱ سلنه لوړوالی راغلی دی. که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۲٫۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.