د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د روانې اونۍ په جریان کې یې شپږ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو د کندز ښار له بېلابېلو سیمو نیولي دي.

د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د نیول شویو کسانو له ډلې څلور تنه د غلا په تور او دوه نور د نشه‌يي تابلیتونو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.

مسوولین زیاتوي، چې نیول شوي مظنونین تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي، څو قانوني چلند ورسره وشي.

د کندز امنیه قومانداني ډاډ ورکوي چې د قانون د تطبیق، د جرمونو د مخنیوي او ښاري امنیت د خوندي ساتلو لپاره هڅې دوام لري.

Share.