د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سره صلیب د اسیايي برخې له مشر الکساندر متیو سره د لیدنې پر مهال، له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د سرپناه، روغتیایي خدمتونو، پاکو اوبو او کاري بوختیاوو په برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.

نوموړي همداراز د هېواد دننه د زړه له ناروغیو رنځېدونکو لپاره د مجهزو درملنیزو کلینیکونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.

په ورته مهال، الکساندر متیو وویل چې سره صلیب دا مهال په افغانستان کې له ۳۰۰ څخه د زیاتو روغتونونو او کلینیکونو ملاتړ کوي، او هڅه کوي چې دغه بشردوستانه مرستې لا پراخې کړي.

Share.