د ایران د تایباد ولسوالۍ ولسوال، حسن جمشیدي، وایي چې هره ورځ له دوغارون پولې شاوخوا ۳۸ زره افغان کډوال ایستل کېږي. د هغه په وینا، تر دې دمه د یادې پولې له لارې له ۵۰۰ زرو زیات افغان کډوال له ایرانه وایستل شوي دي. جمشیدي زیاتوي، چې د چنګاښ میاشتې ۱۵مه، چې په ایران کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره ټاکل شوی وروستی ضربالاجل دی، ورځ تر بلې رانږدې کېږي، او له همدې امله د ایستل شویو کډوالو شمېر هم په زیاتېدو دی.