د کورنیو چارو وزارت د یوې تازه پرېکړې له مخې، له دې وروسته د دغه وزارت ټول نظامي مسوولین او سرتېري مکلف دي چې د دندې د اجرا پر مهال د اسلامي امارت د مشر له‌خوا منظور شوی رسمي یونیفورم واغوندي.

د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۱۶مه) ویلي، دغه پرېکړه د نظامي انضباط د ټینګښت، د پېژندنې د اسانتیا او د نظم د خوندي ساتلو په هدف شوې ده.

Share.