د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې د دې ولایت په مرکز پلخمري او یو شمېر ولسوالیو کې ۳۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي.
د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو مسوول ولي امرخېل وایي، دا سړې خونې له ۱۴۰۰ کال راهیسې د همکارو سازمانونو او دولتي ادارو په مرسته جوړې شوې دي.