راپورونه وایي چې د امریکا د نیو مکسیکو ایالت په ریو رویدوسو سیمه کې د ناڅاپي سېلابونو له امله ګڼ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
عیني شاهدان وایي، سېلاب ډېر چټک او ناڅاپي و، چې نه یوازې یې کورونه بلکې سړکونه او نورې ودانۍ هم سختې زیانمنې کړې دي.
د ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه ځایي چارواکو رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د پېښې د اندازې له مخې د مرګژوبلې وېره شته.