په کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په کوربه‌توب د “روغتیا جام” تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ چې د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وې، د زرګونو مینوالو په شتون کې پای ته ورسېدې.
په پایلوبه کې د شمس‌خان ذاخیل لوبډلې د ۳۵ پر ۲۹ بریا سره اتلولي خپله کړه.
د ګټونکې لوبډلې لوبغاړو ته کپونه، ورزشي جامې او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

Share.