د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محراب‌الدین بلال د کرنې وزارت له یو پلاوي سره غونډه وکړه. دا ناسته د اضافي غنمو د پېر او سیلو ته د انتقال د څرنګوالي د ارزونې لپاره جوړه شوې وه.

د کرنې وزارت استازو ټینګار وکړ چې د غنمو پېر باید د ټاکل شویو اصولو له مخې ترسره شي او شفافیت پکې خوندي پاتې شي.

رئیس بلال وویل، تر اوسه پېر په منظم ډول روان دی، کومه ستونزه نه ده راپور شوې او یو شمېر غنم سیلو ته انتقال شوي دي. نوموړي هیله وښوده چې دغه لړۍ به تر ټاکلي وخت مخکې بشپړه شي.

Share.