د کندز ولایت امنیه قوماندانئ ویاند جمعه الدین خاکسار وايي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې ۴۲ تنه د ناقانونه وسلو د ساتلو، ګرځولو او پلورلو په تور نیولي دي.
د دغو کسانو له جملې سره ۲۳ میله بېلابېل ډوله وسلې، لکه کلاشینکوفونه، تفنګچې، راکټ، چرهییز ټوپکونه او زرګونه فیره مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.
امنیه قومانداني زیاتوي، چې نیول شوي کسان تر لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.