د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د واشنګټن سره د خبرو اترو پیل ته لیواله دی، او په خبره یې دی هم بېړه لري چې له ایران سره خبري وکړي. نوموړي دا څرګندونې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې دوی د ایران اټومي تاسیسات داسې له منځه وړي چې نور د استفادې وړ نه دي. تر دې دمه ایران د ټرمپ د څرګندونو په تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Share.